ads

له سېلاب ځپلو سره د حکومت د مرستو دوام

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر بهاولدين جېلاني وايي، د حکومت له لوري له ۱۶۰۰ هغو کورنيو سره۱۳۰ زره افغانۍ مرسته کېږي، چې کورونه یې په بشپړ ډول د وروستيو سېلابونو له امله ويجاړ شوي دي.

منصور یوسفزی
30 وږی 1399
له سېلاب ځپلو سره د حکومت د مرستو دوام
نوموړي زياته کړه، له سېلاب ځپلو ولايتونو سره د دوی د مرستو لړۍ لاهم روانه ده او د دې ترڅنګ له سېلاب ځپلو سره د ۵۵۰ ميليون افغانيو په ارزښت د چين هېواد د خوراکي توکو د مرستې محموله هم په لاره کې ده او په نېږدې ورځو کې به راروسېږي.
جېلاني د يکشنبې په ورځ د چين له سفير وانګ يوو سره د دغو مرستو د تړون لاسليک پر مهال وويل، په دغو خوراکي توکو کې ۱۲۸۴ټنه غنم او ۳۹۸۲ ټنه وريجې شاملې دي.
نوموړي وويل:
«حکومت چمتو دی چې له له ۱۶۰۰ هغو کورنيو سره۱۳۰ زره افغانۍ مرسته کېږي، چې کورونه یې په بشپړ ډول د وروستيو سېلابونو له امله ويجاړ شوي دي، دا پروسه بې‌سارې ده او په نېږدې ورځو کې به پيل شي او د دې ترڅنګ موږ د چين هېواد له همکاريو منندوی يوو، ياد هېواد اوس له سېلاب ځپلو سره مرسته کوي، دا مرستې د ۵۵۰ ميليون افغانيو په ارزښت دي.»
په ورته وخت کې په افغانستان کې د چين سفير وانګ يوو بيا وايي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي او له ۲۰۱۸ کال راهیسې یې په مختلفو برخو کې ۲۰ ميليون ډالر مرسته کړې.
نوموړي له سېلاب ځپلو سره د خوراکي توکو مرستو ته په اشارې وويل، د خوراکي توکو ترڅنګ په پام کې لري چې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په همکارۍ د ۷ ميليون ډالرو په ارزښت ۱۱زره خېمې، ۶۰زره کمپلې او يو شمېر نور توکي پر سېلاب ځپلو ووېشي.
وانګ يوو وويل:
«موږ په افغانستان کې له سېلاب ځپلو کورنيو سره د ۵۵۰ ميليون افغانيو په ارزښت مرسته کوو، په دغو مرستو کې ۱۲۸۴ټنه غنم او ۳۹۸۲ ټنه وريجې شاملې دي، همدا راز چين چمتو دی چې له افغانستان سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي او له ۲۰۱۸ کال راهیسې یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره څه د پاسه ۲۰ ميليون ډالرو مرسته کړې.»
بل لور ته د پروان ولايت مدني فعالان بيا وايي، له سېلاب ځپلو سره اوس‌هم څه ناڅه د مرستو لړۍ روانه ده، خو له پيله تر اوسه دا لړۍ بشپړه شفافه نه‌وه.
د ياد ولايت مدني فعال پرویز امین زاده وايي، حکومت اعلان کړی و، له ټولو هغو کورنيو سره چې د کورنۍ غړي یې وژل شوي وي، ۵۰ زره افغانۍ مرسته کوي؛ خو په دغو مرستو کې پراخې درغلۍ وشوې.
که څه هم له سېلاب ځپلو ولايتونو سره د حکومتي مرستو د وېش په بهير کې نيوکې دا وې چې دا مرستې د اړمنو کسانو پر ځای يوازې پر څو محدودو کسانو ووېشل شوې، خو پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولين بيا ډاډ څرګندوي چې په دغه بهير کې هېڅ ډول فساد نه‌دی شوی او ټول بنسټونه کولی شي چې له یادې پروسې نظارت وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA