ads

جمهور رییس غني: بامیان به د افغانستان د سیاحت مرکز شي

جمهوررییس غني وایي، بامیان به د افغانستان د سیاحت مرکز شي او په دې اړه د حکومت رول مهم دی.

فضل هادي حمیدي
30 وږی 1399
جمهور رییس غني: بامیان به د افغانستان د سیاحت مرکز شي
هغه یادې څرګندونې د یکشنبې په ورځ بامیانو ولایت ته له یوه لوړپوړي پلاوي سره یو ځای په یو ورځني سفر کې وکړې.
بامیانو ته د حکومتي چارواکو د سفر هدف په دغه ولایت کې د یوې فوق العاده امنیتي جلسې جوړول او د یاد ولایت د اقتصادي، سیاسي او کلتوري وضعیت په اړه له ځايي چارواکو سره خبرې اترې بلل شوي دي.
د بامیانو والي، سید انور رحمتي په دغه ولایت کې جوړې شوې غونډې ته وویل، د دغه ولایت ۶۱ سلنه خلک د بېوزلۍ ترکرښې لاندې ژوند کوي او په خبره یې، حکومت باید په نوموړي ولایت کې د کرنې د عصري کولو، کاري زمینو د رامنځته کولو او ملي دسترخوان د پروګرام د پیل کولو لپاره لاس په کار شي.
ښاغلي رحمتي  له حکومته غوښتنه وکړه چې په بامیانو کې دې صنعتي پارک، په بند امیر کې شین کمربند، هوایي ډګر، د طب پوهنځۍ او د کچالیو لپاره سل زېرمې یا سړې خونې جوړې کړي او دغه ولایت ته د غځېدلو لارو امنیت دې هم خوندي کړي.
بلخوا، د دغه ولایت اوسېدونکو او مدني فعالینو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې یاد ولایت دې دویمې درجې ته لوړ، روغتون یې دې حوزوي کړي، د بریښنا د نه شتون ستونزې یې دې حل کړي، نوي اداري واحدونه دې ورته جوړ کړي، د سیاحت صنعت دې ته دې وده ورکړي او د کانونو استخراج ته دې جدي پاملرنه وکړي.
دوه تنه مدني فعالین محمداسماعیل ذکي او معصومه امیري.
په ورته وخت کې جمهوررییس غني هم د بامیانو خلکو سره ژمنه وکړه چې د دغه ولایت پراختیایي پلان به عملي کوي، صنعتي ښارګوټی به ورته جوړوي او د کانونو ایستنې ته به هم ځانګړې پاملرنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې هرکال زرګونه کسان له بامیانو ولایت څخه لیدنه کوي خو دغه ولایت ته په ورغلو لارو کې ناامني د ګرځندویو پر وړاندې یو لوی خنډ بلل کیږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA