دغه هوکړه لیک د یکشنبې پر ورځ طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزیر غلام بهاءالدین جیلاني او په افغانستان کې د چین هېواد د سفیر وانګ یو تر منځ لاسلیک شو.
په همدې هدف جوړې شوې غونډې ته د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزیر غلام بهاءالدین جیلاني وویل، په مرسته شوو توکو کې ۱۲۸۴ ټنه غنم او ۳۹۸۲ ټنه چینایي ورجې شاملې دي او ټول ارزښت یې ۵۵۰ میلیونه افغانۍ دی.
نوموړي ټینګار وکړ چې مرسته شوي توکي به د افغانستان بېلابېلو برخو ته ورسېږي او پر هغو کسانو به ووېشل شي چې په دې وروستیو کې سېلابونو ځپلي دي.
چین هېواد پر داسې مهال له افغانستان سره د خوراکي توکو مرسته کوي چې په دې وروستیو کې سختو سېلابونو افغانانو ته پراخه مالي او ځاني زیانونه واړول.


