د ولایتي شورا غړي افسرخان سلیمانخېل کلید ته وویل، پرون ماسپښین ناوخته د جانې خېل ولسوالۍ په هستي سیمه کې د واده یو تراکتور د سړک غاړې په ماین ختلی دی.
هغه څرګندوي، په پېښه کې ۱۹ ښځې او ماشومان ټپیان شوې چې له ډلې يې د پنځو کسانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.
امنیتي مسولینو تر اوسه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
یاده دي وي چې د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت امر محمد اصف توخي هم پرون د یحیی خېل او اومنې ولسوالۍ په ګډه نقطه (اته خونه) کې د سړک غاړي په ماین چاودنه کې خپل ژوند لاسه ورکړ.


