د پکتیا ولایت سیمه ییز چارواکي هلته د ولایتي شورا د مرستیال ایوب غروال د وژل کېدو خبر ورکوي.
د ولایت والي حلیم فدایي وایي ایوب غروال نن سهار مهال ګردیز ښار کې د نامعلومه وسله والو له برید سره مخ شو او د ژورو ټپونو له کبله یې روغتون کې ساه ورکړه.
والي محمد حليم فدايي د دې بريد د عاملينو د معلومولو او تعقيب په هکله د هڅو خبر ورکړی دی.
د پکتيا د ولايتي شورا رئيس عبدالمالک ځاځی وايي چې ايوب غروال د دغه ولايت په يوه خصوصي پوهنتون کې د حقوقو پوهنځي محصل و او نن يې له مونوګراف څخه د دفاع ورځ وه.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د برید مسولیت نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ