د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له مذاکره کوونکو پلاوو غوښتي چې افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو ژر خبرې وکړي او د باور رامنځته کولو لپاره دې په دې برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي.
د دغې شورا په اعلامیه کې راغلي چې تلپاتې سوله یوازې د افغانانو په مشرۍ د یو هر اړخیز بهیر له لارې ترلاسه کېدلی شي او په دې برخه کې اوربند لومړۍ اړتیا ده چې باید په اړه یې هوکړه وشي.
دغې شورا په افغانستان کې د سولې او ثبات په وده کې د ملګرو ملتونو د رول پر اهمیت ټینګار کړی او د افغانانو تر منځ د خبرو اترو د اسانه کولو او د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره د افغانستان د ټولو سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو له هڅو یې هر کلی کړی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

