ads

د بین الافغاني خبرو لپاره پر کړنلارې او طرزالعمل خبرې روانې دي

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، د دواړو لوریو د تماس ډلې په منظم ډول ناستې لري او هڅه کیږي چې ژر تر ژره یو ګډ دریځ رامنځته شي.

شمس الرحمن شمس
29 وږی 1399
د بین الافغاني خبرو لپاره پر کړنلارې او طرزالعمل خبرې روانې دي

د دواړو پلاوو د تماس ډلې نن د بین الافغاني خبرو لپاره پر کړنلارې او طرزالعمل خبرې کوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، د دواړو لوریو د تماس ډلې په منظم ډول ناستې لري او هڅه کیږي چې ژر تر ژره یو ګډ دریځ رامنځته شي.
بلو لور ته د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وایي، چې د کړنلارې په اکثره مواردو اجماع موجوده ده خو په وینا یې دوه اختلافي مسایل لا هم نه دي حل شوي.
دی زیاتوي چې دواړه لوري هڅه کوي چې له رسمي مذاکراتو وړاندې هغه اختلافي مسایل چې راتلونکي مذاکرات له ستونزو سره مخ کولی شي، غواړي سر له اوسه یې حل کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA