ads

بیلاروس کې د لاریونونو پر مهال بشري تاوتریخوالی څېړل کېږي

د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د بیلاروس له حکومته غوښتنه کړې چې د لاریونونو پر مهال د شوي تاوتریخوالي څېړنو ته زمینه برابره کړي.

شمس الرحمن شمس
29 وږی 1399
بیلاروس کې د لاریونونو پر مهال بشري تاوتریخوالی څېړل کېږي

د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د بیلاروس له حکومته غوښتنه کړې چې د لاریونونو پر مهال د شوي تاوتریخوالي څېړنو ته زمینه برابره کړي.

یادې شورا د جمعې ورځ د تاوتریخوالي د څارنې په تړاو د اروپایي ټولنې مسوده هم تصویب کړې ده.

دې شورا په بیلاروس کې د لارینونو پر مهال د بشري حقونو د سرغړونو د څارنې لپاره د اروپایي ټلنې وړانیز هم منلی.

په دې تړاو به د ملکرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر میشل باشیلي ته واک ورکړل شي چې په بیلاروس کې وضعیت له نږدې وڅاري او ددې کال تر پایه وړاندیزونه په یوه راپور کې وړاندې کړي.

په بیلاروس هېواد کې وروسته له هغې پراخ لریونونه پیل شول چې د اګسټ په نمه نېټه الکساندر لوکاشینکا د جمهوري ریاست ټاکنو ګټونکی اعلان شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA