د ملي مصالحې عالي شورا سياسي مرستيال اسدالله سعادتي وايي، اوسمهال سولې ته د رسېدو لپاره يو طلايي فرصت رامنخ ته شوی، حکومت او طالبان نهبايد دغه فرصت له خطر سره مخ کړي.
نوموړي د شنبې په ورځ په سپيدار ماڼۍ کې د «سولې پروسې او روانو بينالافغاني مذاکراتوپه هکله د افغانستان د مرکزي زون د ښځو او ځوانانو سپارښتنې» تر نامه لاندې په يوه غونډه کې وويل، دوی ژمن دي، څو د سولې په مذاکراتو د افغانانو له بنسټیزو حقوقو څخه دفاع وکړي.
د سعادتي په خبره، له يوېخوا د جګړې پای ته رسېدو ته هيلهمند دي، خو لهبلې خوا دې ته اندېښمن دي چې د سولې د ټنګښت قيمت به څه وي.
دی ټينګار کوي، سولې ته د رسېدو لپاره منطقي تعامل ته چمتو دي، خو د دې تعامل په پايله کې به هېڅ کله د افغانانو د حقوقو پر سر معامله ونهشي.
سعادتي وويل:
«د سولې لپاره يو طلايي فرصت رامنخ ته شوی او زه تمه لرم چې حکومت او طالبان نهبايد دغه فرصت له خطر سره مخ کړي، موږ له يوېخوا د جګړې پای ته رسېدو ته هيلهمند يوو، خو لهبلې خوا دې ته اندېښمن يوو چې د سولې د ټنګښت قيمت به څه وي؟.»
په ورته وخت کې په دغه کنفرانس کې د کابل مرکزي زون استازي عدنان ساحل پر حکومت او طالبانو غږ کوي چې د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسېدو او تلپاتې سولې د ټنګښت په موخه دې اوربند وکړي.
نوموړي زياته کړه، که د سولې روان مذاکرات يوې پايلې ته ورسېږي، نو افغانستان به ډېر پرمختګ وکړي او شته ټولې ستونزې به هوارې شي.
ساحل وويل:
«زه د ولسي درېيم قوت او ځواک په توګه په مذاکراتو کې پر ښکېلو خواوو هم طالبانو او هم پر حکومت غږ کوم چې د څلوېښت کلنې جګړې او غمیزې د پای ته رسېدو په هدف دې پر اوربند هوکړه وکړي.»
بل لور ته د کاپیسا ولايت استازې سارا سيرت بيا وويل، د بينالافغاني مذاکراتو له پيلېدو ملاتړ کوي او د حکومت مرکچي پلاوی بايد په دغو مذاکراتو له ټولو شته او ترلاسه شويو ارزښتونو څخه دفاع وکړي.
نوموړې زياته کړه، د حکومت مرکچي پلاوي په جوړښت کې بايد ۳۰سلنه ښځې وي او حکومت بايد د ښځو کډون ته زمينه برابره کړي.
دا ټينګار کوي، د سولې مذاکراتو له اجنډا څخه بايد ټول افغانان خبر وي او د سولې بحثونه نهبايد د تړل شويو دروازو ترشا وشي.
سيرت وويل:
«موږ د بينالافغاني مذاکراتو له پيلېدو څخه ملاتړ کوو او د حکومت مرکچي پلاوی بايد په دغو مذاکراتو له ټولو شته او ترلاسه شويو ارزښتونو څخه دفاع وکړي. د حکومت مرکچي پلاوي په جوړښت کې بايد ۳۰سلنه ښځې وي او حکومت بايد د ښځو کډون ته زمينه برابره کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د حکومت مرکچي پلاوي او طالب استازو ترمنځ له مقدماتي ناستې څه د پاسه يوه اوونۍ تېرېږي، خو لاهم د دواړو خوا ترمنځ مخامخ رسمي خبرې نهدي پيل شوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت بیا وایي، د دواړو خواوو د تماس ډلې په منظم ډول ناستې لري او هڅه کیږي چې ژر تر ژره یو ګډ دریځ رامنځته شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


