د امریکا د جانز هاپکینز پوهنتون معلومات ښیي چې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر ۳۰میلیونه ۷۱زره او ۳۱۴تنو ته رسېدلی.
سرچېنه زیاتوي تر دا مهاله له دغې وبا څخه ۹۴۵زره کسان مړه شوي دي او همدارنګه په زرګونه کسان ترې ښه شوي دي.
په نړۍ کې د کرونا ویروس د لومړۍ پیښې له خپریدو څخه شاوخوا نهه میاشتې برابریږي، خو لا هم ددې وېروس لپاره ډاډمن واکسین نه دی جوړ شوی.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالات، هند او برازیل په ترتیب سره لومړی، دوهم او دریېم هیوادونه دي چې د کروناویروس سخت ځپلي دي پدغو درې هیوادونو کې د کروناویروس پیښې د ټولې نړۍ د پیښو نیمایي برخه جوړوي.
په امریکا کې ۶،۷میلیونه، په هند کې ۵،۲۱ میلیونه او برازیل کې له څلور میلونو څخه زیات کسان په کورونا وېروس اخته شوي دي.
په ورته مهال په امریکا کې له دغې وبا څخه ۱۹۷زره، برازیل کې ۱۳۵زره او هند کې له ۸۴زره زیات وګړي قرباني شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ