ads

د کورونا ۲۵ نورې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۲۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۸۹۷تنو ته ورسېد.

شمس الرحمن شمس
28 وږی 1399
د کورونا ۲۵ نورې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۲۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۸۹۷تنو ته ورسېد.

دغه وزارت وایي، په همدې موده کې له دې وبا څخه یو تن مړ شوی او ۷۱تنه نور بیا ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۴۳۷ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۲ زره او ۵۰۷ تنو ته ورسېد.

روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA