ads

جمهور رییس په تذکره کې د مور نوم لیکلو لپاره قانون کې بدلون تائيد کړ

جمهور رییس محمد اشرف غني په تذکره کې د ثبت احوال په قانون کې د مور نوم لیکلو اړوند تعدیل توشیح کړ.

شمس الرحمن شمس
28 وږی 1399
جمهور رییس په تذکره کې د مور نوم لیکلو لپاره قانون کې بدلون تائيد کړ

جمهور رییس محمد اشرف غني په تذکره کې د ثبت احوال په قانون کې د مور نوم لیکلو اړوند تعدیل توشیح کړ.

د جمهور رییس ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې جمهور رییس دغه تعدیل چې افغان کابینې له مخکې تصویب کړی، د یوه فرمان له مخې توشیح کړ.

نوموړي ویلي ددغه فرمان له مخې به د افغانانو په تذکره کې د نورو شخصي مشخصاتو ترڅنګ د مور نوم هم لیکل کېږي.

په تذکره کې د مور نوم ثبت موضوع د یو شمېر افغان مدني فعالانو او ښځو حقونو فعالانو له کلونو مبارزې وروسته د چارواکو د پام وړ وګرځېده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA