دافغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی له طالبانو سره د اوربند په اړه هوکړې ته د رسېدو لپاره هیلهمندي ښودلې ده.
د دغه مرکچي پلاوي غړي نادر نادري رسنيو ته په تازه څرګندونو کې ويلي، ډېره هيله مندي شته چې له طالبانو سره پر اوربند هوکړه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دا مهاله د افغان حکومت او طالبانو د پلاوو ترمنځ خبرې یوازې پرتخنیکي مسایلو شوي دي.
په همدې حال کې د حکومت د مرکچي پلاوی غړي رسول طالب د پنجشنبې پر ورځ کلید ته وویل، د راتلونکو غونډو کاري اصولو او طرزالعملونو په اړه د بحثونو لویه برخه ترسره شوې او پر اجنډا له هوکړې وروسته به د هغه په هره برخه ځانګړي بحثونه وشي.
دی زیاتوي، دواړه ټیمونه پر دې ټینګار کوي چې بین الافغاني مذاکرات له درېیم ګړي پرته او یوازې د افغانانو تر منځ ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو پرانستغونډه له اوږده ځنډه وروسته د تېرې شنبې په ورځ په دوحه کې پیل شوه او تمه کېږي چې ډېر ژر پر یو نظام هوکړې ته ورسېږي
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ