دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۲۹ میلیونه ډېر شوی او تر نهه میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۵ زره او ۶۴۵ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۳۴زره ۱۰۶، په مکسیکو کې ۷۱ زره او ۹۷۸، په هند کې ۸۲زره او ۶۶، په بریټانیا کې ۴۱ زره ۷۷۳، په ایران کې ۲۳ زره او ۶۳۲ او په پاکستان کې ۶۳۹۹ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.