ads

دیني عالمان: په ارزګان کې د لارو تړل کېدل د شریعت خلاف عمل دی

د ارزګان د یني علما وايي، د وسله والوطالبانو له لوري د لويو لارو تړل کېدل د اسلامي اصولو او شریعت خلاف عمل دی او باید دا کار ونه کړي.

احسان الله ولسمل
27 وږی 1399
دیني عالمان: په ارزګان کې د لارو تړل کېدل د شریعت خلاف عمل دی

د یاد ولایت ديني علما د ارزګان په ولایتي شورا کې راغونډ شوي وو او د چنارتو ولسوالۍ د خلکو پر شته وضعیت یې اندېښنه وښودله.
دیني علماوو پر وسله والوطالبانو غږ وکړ، که ځانونه مسلمانان بولي، ژر تر ژر دې لويې لارې د خلکو پر مخ خلاص کړي.
«هېڅوک حق نه لري چې د اسلام له نظره عام ولس ته زيان ورسوي. په چنارتو ولسوالۍ کې باید دغه ناوړه حالت نور پای ته ورسېږي.»
ديني عالمانو د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې جګړه بس کړي او ژر تر ژره دې اوربند وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څه باندې درېيو میاشتو راهیسې وسله والوطالبانو د ترینکوټ او چنارتو ولسوالۍ ترمنځ لویه لاره د ملکي خلکو پر مخ تړلې او یادې ولسوالۍ ته هېڅ ډول خوراکي توکي نه رسېږي.
دغه راز د ارزګان ـ کندهار ترمنځ لویه عمومي لاره يي هم له تېرو ۱۹ ورځو راهیسې د ملکی خلکو پر مخ تړلې او خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دي
وسله وال طالبان هم د دې لارې تړل کېدل مني.
قاري یوسف احمدي وايي، يادې لارې به د تل لپاره تړلي وي، خو نوموړی د لارې تړل کېدو لامل په ګوته نه کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA