ads

په کابل او لغمان ولایتونو کې د ځانمرګي برید مخه نیول شوې

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کابل او لغمان ولایتونو کې د ځانمرګي برید مخنیوي خبر ورکوي.

محمدخان بریال
27 وږی 1399
په کابل او لغمان ولایتونو کې د ځانمرګي برید مخه نیول شوې

له دغه ریاست څخه نن کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، ځواکونه یې د یو لړ هدفمندو عملیاتو پر مهال پر دې توانېدلي چې د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې په مربوطاتو کې د عقیق الله په نوم یو ځانمرګی بریدګر ونیسي.
د ملي امنیت ریاست خبرپاڼه وایي، نیول شوي تن د پاکستان د پېښور په شمشتو کمپ کې دیني زده کړې کولې، چې د یادې سیمې د ملا امام له لوري په افغانستان کې د ځانمرګي برید ترسره کولو ته هڅول شوی و.
په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي، دغه کس تر ترهګریزو زده کړو وروسته هوډ درلود چې په کابل او یا لغمان ولایت کې د افغان سرتېرو پر یو مرکز ځانمرګی برید ترسره کړي.
ملي امنیت ریاست زیاتوي چې یاد ځانمرګی بریدګر تر هدف وړاندې د دوی د ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
امنیتي سرتیري هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د هېواد په هره برخه کې به له هغوی دفاع وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA