ads

په بلخ کې پر نجلۍ د جنسي تېري پېښې څېړلو امر شوی

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي وایي، جمهور رییس محمد اشرف غني په بلخ کې پر یوې ۱۵ کلنې نجلۍ د ډله‌ییز جنسي تېري د قضیې څېړلو امر کړی.

محمدخان بریال
27 وږی 1399
په بلخ کې پر نجلۍ د جنسي تېري پېښې څېړلو امر شوی

د ده په خبره، جمهور رییس لویې څارنوالۍ او ملي امنیت ریاست ته امر کړی چې ژر تر ژره د یادې پېښې څېړنه وکړي.
د یادولو وړ ده چې د سه شنبې په ورځ په بلخ ولایت کې پر یوې ۱۵ کلنۍ نجلۍ د اوو تنو د جنسي تیري خبر ورکړل شو.
د دغه ولایت د ښځو چارو ریاست رییسې شهلا حدید هم رسنیو ته دا خبر تایید کړی دی.
د دې په وینا، دا نجلۍ یو کال وړاندې د یو تن له لوري تښتول شوې وه او وروسته د یاد کس پنځو زامنو او دوو زومانو پر هغې جنسي تېري کړي دي.
نوموړې زیاتوي، نجلۍ اوس په ناوړه روغتیایي حالت کې ده او دواړې پښې یې فلج شوې دي.
د بلخ امنیتي چارواکو د پېښې منلو تر څنګ ویلي چې په دې اړه د دوی څېړنې روانې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA