د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردک پر خپل ټويټر لیکلي، دا خبرې پرون ماسپښین ۲:۰۰ بجې تر سره شوې چې پکې د سولې مذاکراتو او دغه راز له افغانستان سره د ناروې هېواد پر بشري مرستو بحثونه وشول.
د نوموړي په وینا، ملا برادر ټینګار کړی چې افغانان باید خپلې ستونزې د بهرنیانو له لاسووهنې پرته حل کړي.
طالبانو پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې لاهم د بین افغاني خبرو د پیلېدو پر کړنلارې د ښکېلو لورو خبرې روانې دي.


