ads

رسول طالب: د سولې خبرو پر اجنډا کار پیل شوی

د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ د کړنلارې پر سر په خبرو کې پر ډېری مواردو هوکړه شوې او اوس پر اجنډا کار روان دی.

محمدخان بریال
27 وږی 1399
رسول طالب: د سولې خبرو پر اجنډا کار پیل شوی

د حکومت د مرکچي پلاوی غړي رسول طالب کلید ته وویل، د راتلونکو غونډو کاري اصولو او طرزالعملونو په اړه د بحثونو لویه برخه ترسره شوې او پر اجنډا له هوکړې وروسته به د هغه په هره برخه ځانګړي بحثونه وشي.
دی زیاتوي، دواړه ټیمونه پر دې ټینګار کوي چې بین الافغاني مذاکرات له درېیم ګړي پرته او یوازې د افغانانو تر منځ ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو پرانستغونډه له اوږده ځنډه وروسته د تېرې شنبې په ورځ په دوحه کې پیل شوه او تمه کېږي چې ډېر ژر پر یو نظام هوکړې ته ورسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA