ads

حکومت او طالبان د کړنلارې پر اصولو هوکړې ته نه دي رسېدلي

د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ د کړنلارې پر سر لاهم هوکړه نه ده شوې او په دې برخه کې د دواړو خواوو بحثونه روان دي.

محمدخان بریال
27 وږی 1399
حکومت او طالبان د کړنلارې پر اصولو هوکړې ته نه دي رسېدلي

د حکومت د مرکچي پلاوی غړی نادر نادري وایي، تر اوسه د دواړو پلاوو تر منځ د کړنلارې پر قواعدو او اصولو بحث روان دی او هڅه یې دا ده، څو ټول هغه قواعد چې په مذاکراتو کې ورته اړتیا ده، په کړنلاره کې ځای پر ځای شي.
د ده په خبره، دا یوه تخنیکي پروسه ده، ښکېل لوري هڅه کوي چې په دې برخه کې له دقته کار واخلي او د مذاکراتو په جریان کې له کومې ستونزې سره مخ نه شي.
نادري زیاتوي، دواړه ټیمونه پر دې ټینګار کوي چې بین الافغاني مذاکرات له درېیم ګړي پرته او یوازې د افغانانو تر منځ ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو پرانستغونډه له اوږده ځنډه وروسته د تېرې شنبې په ورځ په دوحه کې پیل شوه او تمه کېږي چې ډېر ژر پر یو نظام هوکړې ته ورسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA