د وزارت خبرپاڼه وایي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف افغان لوري ته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د افغانستان د سولې پروسې په بریالیتوب کې هر ډول مرسته ترسره کړي.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو د افغان سولې په تړاو د سیمهییزې اجماع د رامنځته کېدو پر اهمیت، د تاوتریخوالي پر کمېدو، اوربند او ورته نورو مسایلو خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د دوی تر منځ په ټلیفوني خبرو کې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د سولې په بهیر کې د ایران پر همکارۍ او مرستې ټینګار وکړ.
ایران پر داسې مهال د افغان سولې بهیر ملاتړ کوي چې د تېرې شنبې پر ورځ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني مذاکراتو پرانستغونډه ترسره شوه او ټاکل شوې چې ډېر ژر ښکېل لوري د کړنلارې پر اصولو هوکړې ته ورسېږي او تر هغه وروسته به په رسمي ډول بین الافغاني خبرې پیل شي.


