ads

امریکا افغان سرتېرو ته څلور نورې الوتکې ورکړې

یادې (اې ۲۹) ډوله الوتکې د پنجشنبې پر ورځ د افغانستان هوایي ځواکونو ته وسپارل شوې.

محمدخان بریال
27 وږی 1399
امریکا افغان سرتېرو ته څلور نورې الوتکې ورکړې

د افغانستان د هوایي ځواکونو قومندان جنرال محمد فهیم رامین په همدې هدف جوړو شوو مراسمو ته وویل، افغان سرتېري اوس دا وړتیا لري چې د هېواد په هره برخه کې د هوایي ځواک په مرسته د جګړې ډګر ته ور ودانګي.
د ده په وینا، د دغو سوپر توکانو الوتکو په ورکړې سره به د دوی الوتکې ډېرې شي او دا چاره د پوځ د پیاوړتیا لامل کېږي.
دې غونډې ته د دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد که څه هم د بین الافغاني خبرو پیل ته خوښي څرګنده کړه، خو زیاته یې کړه چې د سولې له خبرو سره پر یو وخت طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او دا هر څه د امتیاز تر لاسه کولو لپاره دي.
دی وایي، د افغانستان اردو اوس پیاوړې ده او دښمن نه شي کولی چې د پنجاب په مرسته هغه له منځه یوسي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه قومندان په خپلو خبرو کې وویل، امریکا او ناټو د افغان ځواکونو پیاوړتیا ته ژمنه دي او د دغه پوځ د لا پیاوړي کولو لپاره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA