ads

یوه مور چې نه غواړي نور زامن یې په جګړه کې ووژل شي

د هلمند له نهرسراج ولسوالۍ څخه د زرګرې په نوم راغلې یوه مور له خپل کوچني لمسي سره یو ځای د عملیاتو د بیړنۍ کوټې مخې ته ناسته وه.
هغې موږ ته وویل، لمسی مې ناروغ دی او ډاکتر ته مې راویستی دی.

حضرت محمد روحاني
26 وږی 1399
یوه مور چې نه غواړي نور زامن یې په جګړه کې ووژل شي

دې مېرمنې تر اوږدې تمې وروسته د سترګو لیدلې یوه پېښه داسې وویله:
«له کوره راووتلم، یو سړي بل تن په غېږ کې نیولی و، ما ورته وویل چې دا ولې، هغه راغبرګه کړه، دا سړی پېښې نه لري، پېښې یې په جګړه کې له لاسه ورکړې او اوس بې پښو په موټر کې وي. زما زړه دومره خپه شو چې سترګې مې له اوښکو ډکې شوې.»
د دې زړې بوډۍ داستان له همدغه ځایه پیلېږي. نوموړې د پولیسو په لیکو کې خپل دوه زامن له لاسه ورکړي او وایي، هره ورځ د خپلو مړو شوو زامنو جسدونه په خوب کې ویني.
دا مېرمن اوس هم سولې ته هیله منده ده او له ښکېلو لورو غواړي چې نور له جګړې لاس په سر شي او سوله وکړي.
هغه وایي، نه غواړي چې نور زامن یې په نښتو کې ووژل.
خو د زرګرې زوی، چې د پولیسو په لیکو کې دی، د ځینو حسایتونو له کبله له نوم اخیستلو ډډه کوي او هغه کلید ته وویل چې په معاش یې کور نه شي چلولی.
زرګره ددریو زامنو او پنځو لوڼو مور ده چې څو کاله وړاندي یې خاوند او لېور دواړه د پولیسو په لیکو کې د دندو پر مهال ژوند له لاسه ورکړ.
زرګره پر داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې ټاکل شوې ډېر ژر د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو په پایله کې پر یو نظام هوکړه وشي او روانه جګړه پایته ورسوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA