چهارشنبه په ننګرهار کې د پیاوړ ښځو د ملاتړ شبکې لسګونه غړو د یو سولهییز لاریون پر مهال د شعارونو په ورکولو سره د سولې د بین الافغاني خبرو د ملاتړ تر څنګ له ښکیلو لورو د اوربند غوښتنه وکړه.
«مونږ د سولې له خبرو ملاتړ کوو او له دواړو خواوو غوښتنه کوو، چې اول باید اوربند وکړي چې تر څو په هېواد کې روانه جګړه پای ومومي.»
یو شمېر ښځې بیا د سولې په بین الافغاني خبرو کې د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو او په تېره د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه اندېښمنې دي.
د دوی په خبره طالبانو سره له هوکړې وروسته ښځې زدهکړو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پر حق سربېره باید په سیاست او د ټولنې په نورو برخو کې هم فعالې وي.
«که بین الافغاني خبرې کېږي، خو د ښځو حقونو ته باید پام وشئ، ځکه ښځې هم د دې ټولنې یوه برخه ده نو لازمه ده چې مېرمنو ته پاملرنه وشي.»
د پیاوړ ښځو د ملاتړ شبکې مشرې مقدس سلارزۍ د سولې په تړاړو د بین الافغاني خبرو پیل ته خوښي وښوده او له افغان او طالب استازو وغوښتل چې د سولې په برخه کې دې له رامنځته شوي فرصت ګته واخلي او د وینې توېیدنې دا وضعیت دې ژر بدل او سولې ته غاړه کیږدي.
«تر هر څه وړاندې اوربند مهم دی تر څو چې په هېواد کې راونه جګړه پای ته ورسېږي او په ارامه فضا کې دواړه خواووې سره خبرې وکړي.»
ننګرهار کې مېرمنې داسې مهال د بین الافغاني خبرو د پیل په ملاتړ لاریون کوي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الاافغاني مذاکرات له اوږده ځنډه وروسته د تېرې شنبې په ورځ د قطر په پایخت دوحه کې پیل شول او تمه کېږي چې دواړه لوري ژر یوې هوکړې ته ورسېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ