دوی ټينګار کوي، که وضعيت داسې دوام وکړي، نو د سولې روان بهير به زيانمن شي.
د ولسي جرګې رییس مير رحمان رحماني د چهارشنبې ورځې په مجلس کې وويل، د جګړې شدت له زياتېدو سره يوازې افغانان او امنيتي ځواکونه قرباني ورکوي.
رحماني وويل:
«د قطر په دوحې د حکومت مرکچي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د مخامخ خبرو له پيلېدو سره هممهاله په څو ولايتونو جګړه روانه ده او د جګړې شدت زور اخیستی دی، په دې جګړه يوازې او يوازې افغانان او امنيتي ځواکونه قرباني ورکوي، زموږ غوښتنه له ښکېلو خواوو دا ده چې پر اوربند دې هوکړه وکړي.»
په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازی عبدالقادر قلاتوال وايي، د مذاکراتو اساسي اصول دا دي چې د خبرو له پيلېدو سره هممهاله او د دغه بهير د برياليتوب په هدف دې ښکيلې خواوې سره اوربند وکړي.
د قلاتوال په خبره، د طالبانو د پوځي فشارونو موخه په بينالافغاني مذاکراتو کې د ډېرو امتيازونو ترلاسه کول دي.
قلاتوال وويل:
«د مذاکراتو نړيوال اصول خو دا دي چې هر کله دوې ډلې غواړي په خپلو کې مذاکرات وکړي، نو لومړۍ دې جګړه ودروي، څو په ارام ذهن پر مذاکراتو خپل تمرکز وساتي، زه فکر کوم د طالبانو نظامي فشارونه يوازې يوه موخه لري هغه دا چې دوی هڅه کوي له دې کار سره په مذاکراتو کې ښه امتياز واخلي، خو که وضعيت داسې دوام وکړي، نو د سولې پروسه زيانمنېدلی شي.»
د کاپیسا د خلکو استازې خديجه الهام خلیلي بيا وايي، د سولې په مذاکراتو کې بايد دواړه خواوې د ټولو افغانانو بيا په ځانګړي ډول د ښځو سياسي، ټولنیز، مدني، د زدهکړو او د کار حقوق په پام کې ونیسي.
نوموړې پر نړيواله ټولنه غږ کوي چې سولې ته د رسېدو په هدف دې له افغانانو ملاتړ وکړي.
خليلي وويل:
«موږ هيله لرو چې د سولې په مذاکراتو کې د دواړه خواوې د ټولو افغانانو بيا په ځانګړي ډول د ښځو سياسي، ټولنیز، مدني، د زدهکړو او د کار حقوق په پام کې ونیسي او غوښتنه مو له نړيوالې ټولنې ده ده چې سولې ته د رسېدو په هدف دې له افغانانو ملاتړ وکړي او د دې پروسې د برياليتوب په صورت کې دې په سياسي مسايلو کې د ښځو مشارکت ته زمينه برابره کړي.»
دا لومړی ځل نهدی چې له طالبانو د اوربند د ټنګښت غوښتنه کېږي، بلکې له دې وړاندې هم وار وار له دې ډلې دا غوښتنه شوې وه.
که څه هم افغان حکومت ويلي وو چې د بينالافغاني مذاکراتو په لومړي پړاو کې به د اوربند ټينګښت په اړه اساسي بحث وکړي، خو د دواړو خواوو ترمنځ له مقدماتي ناستې وروسته د شاوخوا پنځو ورځو په تېرېدو سره حکومت او طالبان په دې نهدي توانېدلي چې په رسمي ډول مخامخ خبرې پيل کړي.