ads

په کندهار کې بې وزلو مېرمنو پر عامو خلکو ماسکونه ووېشل

په کندهار کې د (EPD) موسیسې د بې وزله ښځو له خوا جوړ شوي ماسکونه په ښار کې د یو کمپاین له لارې پر عامو ښاریانو ووېشل.

محمدخان بریال
26 وږی 1399
په کندهار کې بې وزلو مېرمنو پر عامو خلکو ماسکونه ووېشل

د دې موسیسې مسولین وايي، د دغه کار هدف د کورونا ناروغۍ مخنیوی او خلکو ته د عامه پوهاوي ورکول دي.
کمپاین کوونکې د خلګو کورنو ته ورځي او هلته د کورونا په اړه عامه پوهاوی ورکوي.
په کندهار کې د دې موسیسې مسول احمدالله وايي، دغه ماسکونه د هغو بې بضاعته ښځو لخوا جوړ شوي چي د دوی له خوا ورته د ماسک جوړولو زده کړې ورکړل شوې وې.
د نوموړي په خبره، د ماسکونو د وېشلو تر څنګ يې خلګو ته عامه پوهاوی هم ورکړی، څو له کورونا وژونکې ناروغۍ څخه چي تر اوسه يې هېڅ ډول درمل نه دي جوړ شوي، ځان وساتي او وقایوي لارښووني عملي کړي.
د کورونا ناروغۍ که څه هم سخت حالت تېر شوی، خو د عامې روغتیا وزارت مسولین وايي، خلګ باید د کورونا په مقابل کې بې غوري ونه کړي.
د یاد وزارت مسولین څرګندوي، په ډېرو هېوادونو کې د کورونا وژونکې ناروغي څپې یو ځل بیا خپرې شوې، نو ځکه باید خلګ ډېر احتیاط وکړي او وقایوي لارښووني عملي کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA