ads

په لغمان کې د موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د لغمان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په ګونه پال دره کې د یوه موټر چپه کېدو په پېښه کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ایمل عزیزي
26 وږی 1399
په لغمان کې د موټر چپه کېدو پېښه کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د لغمان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په ګونه پال دره کې د یوه موټر چپه کېدو په پېښه کې لس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د یاد ولایت د والي ویاند اسد الله دولتزي کلید ته وویل، نن سهار د الیشنګ ولسوالۍ له ګونه پال درې څخه د ملکي وګړو یو موټر له خپل مسیر څخه انحراف کړی او له ګړنګ څخه لاندې لوېدلی دی.
د ده په خبره، په یاده پېښه کې درې تنه وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
دولتزي وایې، ټپیان د يادې ولسوالۍ او مرکز مهترلام روغتون ته انتقال شوي او تر درملنې لاندې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA