ads

په تخار کې د ماین چاودنې او اورلګېدنې په پایله دوه تنه وژل شوي

د تخار ولایت سیمه‌ییز چارواکي وایي، تېره ورځ ناوخته هلته د یوې ماین چاودنې او اورلګېدنې په پایله کې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

محمدخان بریال
26 وږی 1399
په تخار کې د ماین چاودنې او اورلګېدنې په پایله دوه تنه وژل شوي

د دغه ولایت د والي ویاند جواد هجري کلید ته وویل، پرون مازدیګر پنځه بجې او ۱۵ دقیقې د دغه ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې لومړی په یو موټر سایکل کې ځای پر ځای شوی ماین چاودنه کوي، وروسته اورلګېدنه رامنځته کېږي او د ګازو پلورلو تر هټۍ پورې سېږي.
د هجري په خبره، د اورلګېدنې او ګازو بالونونو د چاودنې په پایله کې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
دی زیاتوي چې په ټپیانو کې د پنځو تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د تخار د والي ویاند همدارنګه وایي، د چاودنې هدف د کلفګان ولسوالۍ د امنیه قومندان خیرمحمد تېمور و، خو هغه ته په پېښه کې زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه د چاودنې مسولیت هم کومې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA