ads

نن د شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبه ترسره کېږي

ټاکل شوې چې نن د ایوبي کابل بازانو او میس عینک اتلانو لوبډلو تر منځ د اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ د اووم پړاو سیالیو پای لوبه ترسره شي.

محمدخان بریال
26 وږی 1399
نن د شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبه ترسره کېږي

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، پرون د میس عینک اتلانو او بندامیر ښامارانو تر منځ نیمه پای لوبه ترسره شوه چې میس عینک اتلانو لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د شپږیزه کرکټ لیګ د اووم پړاو سیالیو پای لوبې ته لاره ومونده.
سرچینه زیاتوي، نننۍ لوبه به د غرمې پر ۱۲ بجې پیل شي.
د یادولو وړ ده چې د سږ کال شپږیزه کرکټ لیګ د سپټمبر میاشتې پر شپږمه نېټه د پنځو لوبډلو په شتون سره پیل شو او ټاکل شوې چې نن یې وروستۍ لوبه ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA