ads

په ننګرهار کې کوچیانو د لبنیاتو نندارتون پرانیست

یاد نندارتون سې شنبه د جلال اباد ښار په سپین غږ هوټل کې د( IFAD ) موسیسې او د ننګرهار د کرنې او ملادارۍ ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، چې پکې د کوچینانو بېلابېل ډوله لبنیات نندارې ته اېښودل شوي وو.

جان اغا صالح
25 وږی 1399
په ننګرهار کې کوچیانو د لبنیاتو نندارتون پرانیست

د یاد نندارتون یوه مسوله زبیده پوپل وایي، هدف یې له نندارتون څخه خلکو ته د کوچیاني ژوند او د څارویو د ترلاسه شویو محصولاتو ښودل دي.
هغه وایي، په دغه نندارتون کې کوچ، پنیر، شړومبې او ګڼ نور محصولات نندارې ته اېښودل شوي وو.
«له دغه نندارتون مو هدف دا و، چې خلک د کوچینانو ژوند وګوري او هم خلکو ته وښودل شي چې څه ډول له څارویو محصولات ترلاسه کېږي.»
نوموړې د دا ډول نندارتونو جوړېدل ګتور بولي او وایي، هڅې یې پيل کړې چې د کرنې او مالدارۍ ریاست په مرسته د دا شان نندرتونو لړۍ لرې پرتو ولسوالیو ته وغځوي.
«زموږ هڅه به دا وي چې دا ډول نندارتونونه په نورو لېرې پرتو ولسوالیو کې هم جوړ کړو، چې خلک به یو ځانګړی پیغام ولري.»
د یاد نندارتون یوه ګډونواله فیضه بیا له حکومت غوښتنه کوي، چې د کوچیانو د لبنیاتو لپاره دې د مناسب بازار په لته کې شي.
«حکومت ته په کار ده چې د کوچینانو لبنیاتو ته دې مناسب بازار پیدا کړي، اوس یې هر څه په کور پاتې کېږي ځکه دوی په اطرافي سیمو کې ژوند کوي چې له ښاره لیرې دي.»
په همدې حال کې ننګرهار کې د کوچینانو مشر نیک محمد د کوچیانو لپاره د لازمو اسانیتاوو د برابرېدو غوښتنه کوي او وایي، که حکومت د کوچیانو د څارویو لپاره د مناسبو څړ ځایونو جوړېدو په لټه کې نشي، نو اندښنه شته چې د وخت په تېرېدو به د دوی د ژوند پر وړاندې ګواښونه لا ډېر شي.
«زموږ غوښتنه له حکومت دا ده چې کوچیانو ته دې پام وکړي. د دوی محصولات دې واخیستل شي، د څارویو له وړیو دې په نور برخو کې استفاده وشي، خو متاسفانه چې تراوسه څه نه دي شوي.»
کوچیانو اوسمهال يې د هېواد په بېلابېلو برخو کې زرګونه جریبه ځمکې غصب شوي او هم یې دڅارویو څړځایونه ورځ تر بلې مخ په کمیدو، چې له امله یې د دوی مالداري هم کم رانګه شوې ده.
دوی ټینګار کوي که حکومت ورته لازمې اسانیاوې برابرې کړي نو تر ډیره به یې د څارویو حاصلات د هیواد په اقتصادي پیاوړتیا کې هم مهم رول ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA