د نوموړي په وینا، د یادو واکسینو کارول باید په هر پړاو کې وارزول شي.
د روسیې له لوري دا جوړ شوي واکسین اسپوتنیک ـ وي نومېږي، دوې اونۍ وړاندې ثبت شول او تزریق یې تېره اونۍ په مسکو کې پیل شو.
میخاییل موراشکو دا هم ویلي چې هلته د کورونا د دویم واکسین د ازمایښت پړاو هم پایته رسېدلی دی او ډېر ژر به یې پایلې اعلان کړي.
روسي چارواکو خبر ورکړی چې په نېږدې راتلونکي کې به د دغو واکسینو صادرات نورو هېوادونو ته هم پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې تر اوسه تر ۲۹ میلیونه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي او تر اته میلیونه ډېر نور یې وژلي دي.