ads

په کابل کې پر بزګرانو ۱۰ ټنه د زعفرانو پیاز ووېشل شول

د کابل د کرنې ریاست په دغه ولایت کې پر بزګرانو ۱۰ ټنه د زعفرانو پیاز ووېشل.

محمدخان بریال
25 وږی 1399
په کابل کې پر بزګرانو ۱۰ ټنه د زعفرانو پیاز ووېشل شول

د دې ادارې رییس عمرجان منګل وایي، یاد زعفران د کابل ولایت په ولسوالیو کې پر ۲۰ بزګرانو تقسیم شوي دي.
د ده په وینا، ټاکل شوې چې دغه بزګران ورکړل شوي زعفران په خپلو نیم جربي ځمکو کې وکري.
منګل زیاتوي چې د دغو زعفرانو کرنه د کرنې ریاست د مسلکي کارمندانو له لوري څارل کېږي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، اوبه، مالداري، زعفران او نباتات هغه څه دي چې د اقتصادي ودې په پرمختګ کې مهم رول لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA