موټر چلوونکي د ښار په بېلابېلو سيمو کې د موټر لپاره د منظم تمځای نشت د لارو بندېدو اصلي لامل بولي او زياتوي، له همدې امله موټر چلوونکي دې ته اړ کېږي، څو په هر ځای کې سپرلۍ پورته کړي او يا خپل موټر ودروي.
د دوی په خبره، که چېرې د ښاري موټرو لپاره منظم تمځايونه جوړ، ټرافيکي اشارې او څراغونه د ښار په بېلابېلو څلور لارو کې ونښلول شي، نو ښايي دا ستونزه تر ډېره حل شي.
محمد قیس کليد ته وويل:
«په کابل ښار کې تر بل هر وخت ګڼه ګوڼه زياته شوې او دا بېلابېل عوامل لري، لومړی خو موږ لپاره يو منظم تمځای شتون نهلري د همدې لپاره موږ دې اړ کېږو چې د ښار په هره سيمه کې ودرېږو او سپرلۍ پورته کړو، منو چې دا د ګڼې ګوڼې د زياتېدو لامل شوی، خو بله چاره نشته که چېرې منظم تمځايونه جوړ شي او ټرافيکي اشارې د ښار په هره سيمه کې ونښلول شي، نو دا ستونزه تر ډېره حلېدلی شي.»
په ورته وخت کې د کابل اوسېدونکي وايي، په ښار کې د ګڼې ګوڼې زياتېدو له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي او له اړوندو بنسټونو غوښتنه کوي چې دې ستونزې ته دې اساسي حللار پيدا کړي.
هاشم کليد ته وويل:
«په کابل ښار کې ګڼې ګوڼې او لار بندېيو له ډېرو زياتو ستونزو سره مخ کړې يوو، يو وخت به له يوې څلور لارې په دوې دقیقو کې تېرېدلو، خو اوس په ساعتونونو بند پاتې کېږو، په دې حالت کې نه ناروغ تر روغتونه رسېدلی شي او نه هم ټپي او همدا راز دې ستونزې زموږ ډېری ورځنۍ چارې ټکنۍ کړې ډي.»
کابل ښاروالي په دې برخه کې د ښاريانو شته ستونزې مني، خو د عواملو په اړه یې بيا وايي، د موټر چلوونکو نه زغم او له ټرافيکي قوانينو د دوی ناخبري، په خپلسري ډول د تمځايونو رامنځته کول، د سړک غاړې لاسپلورونکي، د کراچوالو مافيايي کړۍ او له ګاونډیو ولايتونو هره ورځ د زرګونو موټرو تګ او راتګ په کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې زياتېدو اصلي عوامل دي.
د ښاروالۍ د نشراتو رییس نعمتالله بارکزی وايي، د دې ستونزې د هواري په هدف به په نېږدې ورځو کې ټول لاسپلورونکي بايومټريک او يو مشخص ځای ته ولېږدول شي، د کراچوالو مافيايي کړۍ یې په ګوته کړي او دوسیې یې اړوندو بنسټونو ته لېږدول شوي دي.
بارکزي د کابل په څلور لارو کې د ټرافيکي څراغونو نښلولو موضوع ته په اشارې وويل، د ټرافيکي څراغونو نښلول يو لوی قرار دی چې ټول موارد یې بشپړ شوي او په نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پيل شي.
نوموړي کليد ته وويل:
«موږ منو چې په ښار کې ګڼه ګوڼه خورا زياته شوې، خو عمده و اساسي عوامل يې دا دي، د موټر چلوونکو نه زغم او له ټرافيکي قوانينو د دوی ناخبري، په خپلسري ډول د تمځايونو رامنځته کول، د سړک غاړې لاسپلورونکي، د کراچوالو مافيايي کړۍ او له ګاونډیو ولايتونو هره ورځ د زرګونو موټرو تګ او راتګ په کابل ښار کې د ګڼې ګوڼې زياتېدو اصلي عوامل دي، که څه هم ښاروالي يو خدماتي ارګان دی خو بيا یې هم په دې برخه کې خپل مسووليت ادا کړی او هغه اقدامات کې په نېږدې راتلونکي کې کېدونکي دي دا دي چې په نېږدې ورځو کې ټول لاسپلورونکي بايومټريک او يو مشخص ځای ته ولېږدول شي، د کراچوالو مافيايي کړۍ مو په ګوته کړي او دوسیې مو اړوندو بنسټونو ته لېږدولي دي.»
وموغوښتل په دې برخه کې د کابل ټرافيک مدیریت نظر هم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره په نظر اخیستلو بريالي نهشوو.
کابل ښاروالي په داسې حال کې د ښار په ټولو څلورو لارو کې د ټرفيکي څراغونو د نښلولو ډاډ ورکوي چې دوی نېږدې دوې مياشتې مخکې هم ويلي وو چې ډېر ژر به دا چاره عملي کړي، خو د دوو مياشتو په تېرېدو سره په دې برخه کې هېڅ کوم عملي اقدام نهدی شوی.


