ads

د نهه تنو سرپرست ۱۲ کلن ماشوم

دولسم کلن زين الله چې په روانه جګړه کې يې د پلار په ګډون دوه نور وروڼه هم وژل شوي، د ټولې کورنۍ د نهو تنو روزنه او پالنه اوس د ده پر غاړه ده.

احسان الله ولسمل
25 وږی 1399
د نهه تنو سرپرست ۱۲ کلن ماشوم

زين الله نن د پرلت په هغه خېمه کې ګډون وکړ چې د جګړې درېدو او اوربند غوښتنې په هدف درول شوې ده.
هغه د نورو ګډونوالو په څېر له وسله والو طالبانو د سولې خبرو له پيل سره سم د اوربند غوښتنه کوي.
د ارزګان په ترينکوټ ښار کې لسګونه ځوانانو قومي مشرانو او ديني عالمانو تېره ورځ د سولې غوښتنې په هدف د پرلت خېمه ووهله.
خلک وايي، د روانو خبرو له پیليدو سره سمه دې لومړی اوربند وشي او وروسته دې د سولې خبري پيل شي.
د دغو کسانو په خبره، ترهغو به يې د پرلت خېمه وهلې وي، څو يې غوښتني نه وي منل شوې.
په ارزګان کې دغه اعتراض پر داسې مهال کېږي چې د شنبې پر ورځ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو لپاره پرانیستغونډه ترسره شوه او ټاکل شوې چې ډېر ژر دواړه لوري د سولې پر نورو مسایلو خبرې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA