ads

نسبي پرمختګ

په دوحه کې د بین‌الافغاني مذاکراتو تماس ډله د خبرو اترو لپاره د اجنډا په جوړولو برلاسې شوې او نن به پر دغې اجنډا د دواړو مذاکراتي ټیمونو د مشرانو تر غور او سلا وروسته، مذاکراتي ټیمونه خپل کار پيلوي.

محمدخان بریال
25 وږی 1399
نسبي پرمختګ

دا یو ښه او نسبي پرمختګ دی، خو هيله دا ده چې مذاکراتي ټیمونه د افغانستان او افغانانو ګټو ته په پام د بحثونو په بهیر کې له پوره ځيرکۍ او حوصله‌مندۍ کار واخلي، تر څو دغه خبرې اترې یوې مطلوبې نتیجې ته ورسېږي.
تېره شپه د بین‌الافغاني مذاکرو د تماس ډلې تر دوو ورځو هڅو وروسته د مخامخ خبرو اترو لپاره پر یوې اجنډا سلا وکړه. په نظر کې ده چې تر بحث مخکې دغه اجنډا د دواړو مذاکراتي ټیمونو د مشرانو تر کتنې او توافق وروسته د مذاکرې مېز ته ولېږل شي او پر هغه بحثونه او پرېکړې وشي. دا چې د تماس ډلې د اجنډا پر جوړولو يو څه زیات وخت ونیو، خلک هیله لري چې د مذاکراتي ټیمونو مشران په خپلو منځونو کې پر دې اجنډا ژر یو توافق ته ورسېږي او پر هغه بحث او مذاکرې ته زمینه برابره شي.
دا چې تماس ډلې ته کوم موارد لومړیتوبونه ښکاره شوي او په دې اجنډا کې راغلي، تراوسه څه نه‌دي ویل شوي، خو د خلکو تمه دا ده چې سولې ته د دوی د انتظار او پر مذاکراتي ټیمونو د باور لپاره دغه اجنډا ورسره شریکه شي، ترڅو په دې ډول په مذاکراتو کې خپل حضور احساس او د مسایلو په تړاو د مذاکراتي ټیمونو پر دریځونو پوه واوسي، چې څوک څه غواړي.
د دې خبرې یو هدف ښايي دا وي چې ولس غواړي مذاکراتي ټیمونو ته ووايي چې هرڅه ته ځير دي او دا تفکیک به کوي چې څوک څرنګه او ولې د خیر او سولې لپاره د پرېکړو پر وړاندې درېږي.
د تماس ډلې له خوا د خبرو اترو لپاره د اجنډا برابرول، که څه هم په یو څه ځنډ تر سره شوي، خو دا خوش‌بیني يې رامنځ ته کړې چې د دواړو مذاکراتي ټیمونو ترمنځ نسبي توافق وجود لري او د دې امکان شته چې بین‌الافغاني مذاکرات په بریالي ډول ترسره شي.
ولس د ښکېلو لوریو دریځونو او د اختلاف وړ ټکو ته په پام پوهېږي چې بین‌الافغاني مذاکرات به یوه اوږده او جنجالي پروسه وي، خو که چېرته مذاکراتي ټیمونه په بشپړې ځيرکۍ او صبر سره مذاکرات مخته یوسي، دا تمه کېدلی شي چې بین‌الافغاني مذاکرات به ډېر ژر یوې اساسي او مطلوبې نتیجې ته ورسېږي. داسې یوې پايلې او نتيجې ته چې د ټول ولس خوښه او غوښتنه به په کې څرګنده وي.
خو که چېرته د توقع خلاف هر لوری پر خپلو دریځونو ټینګار وکړي او د وطن او خلکو ګټو ته شا واړوي، پر خپل ځان به د ولس باور ته اوچت زیان ورسوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA