ads

د کورونا ۴۳ نورې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۴۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۸۱۵تنو ته ورسېد.

محمدخان بریال
25 وږی 1399
د کورونا ۴۳ نورې پېښې ثبت شوې

دغه وزارت وايي، په همدې موده کې له دې وبا څخه یو تن مړه شوی او ۲۵ نور بیا ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۴۲۶ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۲ زره او ۹۸ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA