ads

د روسیې ټولو سیمو ته د کورونا واکسین رسېدلي

د روسیې روغتیا وزیر میخاییل موراشکو ویلي چې د دوی له لوري د کویډ ۱۹ د جوړو شوو واکسینو لومړۍ جوپه یې د دغه هېواد ټولو برخو ته رسولې ده.

محمدخان بریال
25 وږی 1399
د روسیې ټولو سیمو ته د کورونا واکسین رسېدلي

د نوموړي په وینا، د یادو واکسینو کارول باید په هر پړاو کې وارزول شي.
د روسیې له لوري دا جوړ شوي واکسین اسپوتنیک ـ وي نومېږي، دوې اونۍ وړاندې ثبت شول او تزریق یې تېره اونۍ په مسکو کې پیل شو.
میخاییل موراشکو دا هم ویلي چې هلته د کورونا د دویم واکسین د ازمایښت پړاو هم پایته رسېدلی دی او ډېر ژر به یې پایلې اعلان کړي.
روسي چارواکو خبر ورکړی چې په نېږدې راتلونکي کې به د دغو واکسینو صادرات نورو هېوادونو ته هم پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې تر اوسه تر ۲۹ میلیونه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي او تر اته میلیونه ډېر نور یې وژلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA