ads

د حکومت او طالبانو د پلاوو تر منځ نن عمومي ناسته کېږي

ټاکل شوې چې د سه شنبې پر ورځ د سولې لپاره د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو تر منځ عمومي ناسته ترسره شي.

محمدخان بریال
25 وږی 1399
د حکومت او طالبانو د پلاوو تر منځ نن عمومي ناسته کېږي

د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري وایي، تېره شپه ناوخته د مذاکراتو دواړو لورو پر کاري اصولو او کړنلارو بحث وکړ.
د نادري په خبره، په دې ناسته کې عمومي غونډې ته د جوړې شوې کړنلارې پر وړاندې کولو هوکړه وشوه او په پام کې ده چې نن په همدغه هدف د دواړو لورو تر منځ عمومي ناسته ترسره شي.
د حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو لومړۍ ناسته د شنبې په ورځ د قطر هېواد په پایتخت دوحه کې پیل شوه.
که څه هم تر اوسه معلومه نه ده چې بین الافغاني خبرې به څومره وخت ونیسي، خو د مذاکرې دواړه لوري پر دې باور دي چې پیل شوې خبرې به اوږدمهاله وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA