د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري وایي، تېره شپه ناوخته د مذاکراتو دواړو لورو پر کاري اصولو او کړنلارو بحث وکړ.
د نادري په خبره، په دې ناسته کې عمومي غونډې ته د جوړې شوې کړنلارې پر وړاندې کولو هوکړه وشوه او په پام کې ده چې نن په همدغه هدف د دواړو لورو تر منځ عمومي ناسته ترسره شي.
د حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو لومړۍ ناسته د شنبې په ورځ د قطر هېواد په پایتخت دوحه کې پیل شوه.
که څه هم تر اوسه معلومه نه ده چې بین الافغاني خبرې به څومره وخت ونیسي، خو د مذاکرې دواړه لوري پر دې باور دي چې پیل شوې خبرې به اوږدمهاله وي.


