ads

خلیلزاد او بجوا پر افغان سوله غږېدلي

د پاکستان پوځ خبر ورکوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته رسېدلی او هلته یې د دغه هېواد د پوځ له مشر قمر جاوېد باجوا سره کتلي دي.

محمدخان بریال
25 وږی 1399
خلیلزاد او بجوا پر افغان سوله غږېدلي

د سرچینې په وینا، د دوی تر منځ په لیدنه کې پر افغان سوله، سیمه‌ییز امنیت او ورته نورو مسایلو بحثونه شوي.
ټاکل شوې خلیلزاد تر اسلام اباد وروسته نوي ډیلي ته ولاړ شي او هلته به له هندي چارواکو سره هم پر افغان سوله خبرې اترې ولري او په دې برخه کې به د هغو ملاتړ تر لاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الاافغاني مذاکرات له اوږده ځنډه وروسته د تېرې شنبې په ورځ د قطر په پایخت دوحه کې پیل شول.
په پام کې ده چې نن ښکېل لوري عمومي ناسته هم ترسره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA