د سرچینې په وینا، د دوی تر منځ په لیدنه کې پر افغان سوله، سیمهییز امنیت او ورته نورو مسایلو بحثونه شوي.
ټاکل شوې خلیلزاد تر اسلام اباد وروسته نوي ډیلي ته ولاړ شي او هلته به له هندي چارواکو سره هم پر افغان سوله خبرې اترې ولري او په دې برخه کې به د هغو ملاتړ تر لاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الاافغاني مذاکرات له اوږده ځنډه وروسته د تېرې شنبې په ورځ د قطر په پایخت دوحه کې پیل شول.
په پام کې ده چې نن ښکېل لوري عمومي ناسته هم ترسره کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


