تاج بي بي د کونړ مرمورې ولسوالۍ اوسېدونکي ده، دا مېرمن پرله پسې د پوځ درېیو سرتېرو ته چې وروڼه وو، په نیکاح شوې. د هغوی له وژل کېدو وروسته د څلورم هغه په نیکاح کې ده.
تاج بي بي وایي، راونو جګړو ډېره دردولې، خو اوس یې په نورو مېرمنو د جګړو ترخه پیرزو نه دي. هغه د سولې روانو خبرو ته خوشبینه ده او تمه لري چې په هېواد کې به روانه جګړه پای ومومي.
«ما په روانو جګړو کې ډېر غمونه ولیدل، درې خاوندان مې ووژل شول، نور دې جګړه ودرېږي او تمه لرو د سولې خبرې یوې ښې پایلې ته ورسېږي.»
جګړې ډېرو ته ترخه په میراث پریښې، خو داسې به نه وي لکه دا مېرمن. هغې ته د وژل شویو خاوندانو پنځه اولادونه ورپاتي دي، اوسنی خاوند یې هم د افغان پوځ په لیکو کې د ماین چاودنې پر مهال دواړه سترګې له لاسه ورکړی.
د دغې کورنۍ یو بل ځوان عزیز الرحمن چې دا هم د پوځ سرتیری دی، پر حکومت نیوکه کوي او وایي، ورورڼو یې د هېواد د فاع لپاره قربانۍ ورکړې؛ خو حکومت یې تراوسه غږ نه دی اوریدلی.
«ما خپل درې وروڼه له لاسه ورکړي او زه هم د پوځ سرتیری یم، خو حکومت مو پوښتنه نه ده کړې. زما لویه هیله دا ده چې اولادونه مې ښوونځیو ته لاړ شي او درسونه ووایي.»
د دغې کورنۍ غړي وایي، که په هېواد کې جګړه پای ومومي، د دوی په شان ګڼې کورنۍ نور به له غمه لېرې د یوې ښې راتلونکې په هیله خپل ژوند وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ