ads

د کورونا ۵۶ نورې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۵۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۷۷۲تنو ته ورسېد.

محمدخان بریال
24 وږی 1399
د کورونا ۵۶ نورې پېښې ثبت شوې

دغه وزارت وايي، په همدې موده کې له دې وبا څخه پنځه تنه مړه شوي او ۴۳۵ نور بیا ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۴۲۵ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۲ زره او ۷۳ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA