دغه څېړنیز مرکز ویلي، شوې څېړنه یې د ملګرو ملتونو، امریکا او اورپايي ټولنې د سرچینو د معلوماتو له مخې برابره کړې ده.
سرچینه اټکل کوي چې په دې جګړه کې له ۴۳ زرو ډېر ولسي وګړي ،۶۴ زره افغان امنیتي سرتېري او د حکومت ۴۲ زره مخالفان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېر کال جمهور رییس غني د خپل حکومت په څلور کلنه دوره کې د ۴۵ زره امنیتي سرتیرو د وژل کېدو ادعا وکړه.
د دې تر څنګ د ملي پخلاینې مشر عبدالله عبدالله هم وړمه ورځ په دوحه کې د بین الافغاني خبرو په پرانیستغونډه کې وویل چې له تېرې فبرورۍ میاشتې راهیسې تر ۱۲ زره ډېرو کسانو خپل ژوند بابللی دی.
دا څېړنې پر داسې مهال خپرېږې چې د بین الافغاني خبرو په پیلیزه غونډه کې پر طالبانو یو ځل بیا د اوربند غږ وشو، خو تر اوسه ښکېلو لورو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
د
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


