ads

په کندهار کې د ۳۸ کړۍ ماین چاودنو مخه ونیول شوه

ملي دفاع وزارت په کندهار کې د ترهګرو له لوري د ۳۸ کړۍ خښو شوو ماینونو د له منځه وړلو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
24 وږی 1399
په کندهار کې د ۳۸ کړۍ ماین چاودنو مخه ونیول شوه

له دغه وزارت څخه د دوشنبې پر ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوې چې ځواکونو یې د کندهار ولايت شاوليکوټ ولسوالۍ د ۱۸ نمبر لويې لارې په اوږدو کې د سربند له سيمې بیا د شهيد سليمان تر کمپ پورې ۳۸کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړل.
خبرپاڼه وایي، دغه ماینونه د طالبانو له لوري ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په هدف ځای پر ځای شوي وو.
تر اوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA