ads

په ارزګان کې د يونيسف ولايتي دفتر پرانيستل شو

په ارزګان کې په لومړي ځل د يونيسف ولایتي دفتر خپل کارونه پیل کړل.

احسان الله ولسمل
24 وږی 1399
په ارزګان کې د يونيسف ولايتي دفتر پرانيستل شو

په افغانستان کې د يونيسف عمومي مشر ډاکتر ابوبکر وايي، د فعاليت هدف يې د ماشومانو په برخه کې د روغتيايي، ښوونيزو او يو شمېر خدمتونو وړاندې کول دي.
هغه له خلکو په دې برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد وايي، په دغه ولايت کې ماشومان د لومړنيو روغتيايي خدمتونو د نشت ترڅنګ په ګڼو نورو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.
ددغه ولايت د ولايتي شورا استازو، قومي مشرانو او ځوانانو د يونیسف ادارې له فعاليت څخه د هرکلی ترڅنګ له خپل طرف د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په ارزګان کې د يونيسف موسيسې په ګډون دامهال اته نورې موسيسې هم په بېلابېلو برخو کې خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA