ads

د عبدالله په مشرۍ دوحې ته تللی پلاوی کابل ته راستون شو

د ملي مصالحې عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ لوړ پوړی حکومتي پلاوی د دوحې تر سفر وروسته تېره شپه ناوخته بیرته کابل ته راغی.

محمدخان بریال
24 وږی 1399
د عبدالله په مشرۍ دوحې ته تللی پلاوی کابل ته راستون شو

دغه پلاوی د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو په پرانستغونډه کې د ګډون په هدف قطر هېواد ته تللی و.
د دې شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، په دغو مراسمو کې د ګډون تر څنګ یې د نورو بهرنیو هېوادونو له استازو سره کتلی او هغوی ډاډ ورکړی چې د افغان سولې په برخه کې به بشپړه مرسته وکړي.
نوموړي تېره ورځ په قطر هېواد کې د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل، په لومړی قدم کې اړتیا ده چې تاوتریخوالی په بېساري ډول کم شي او په مخامخ خبرو کې به پر دې مسایلو بشپړ بحث وشي.
عبدالله همدانګه څرګنده کړه چې د حکومت او طالبانو تر منځ به په مخامخ خبرو کې بهرنیان نه وي، خو به خبره یې، کېدایشي هغوی ته اړتیا پیدا شي او په دې برخه کې به مرسته وکړي.
د یادولو وړ ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د تېرې شنبې ورځ د بین الافغاني خبرو پرانستغونډه ترسره شوه او ټاکل شوې چې نن دواړه لوري په رسمي ډول مخامخ خبرو ته دننه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA