ads

مایک پامپیو د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره کتلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د بین الافغاني خبرو په څنډه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره خبرې کړې دي.

محمدخان بریال
23 وږی 1399
مایک پامپیو د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر سره کتلي

پامپیو پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې طالبان باید له لاسته راغلي فرصته ګټه پورته کړي، یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږي، تلپاتې اوربند وکړي او د افغانستان ۴۰ کلنه جګړه نوره پای ته ورسوي.
هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
په ورته وخت کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک هم د ملا برادر او پامپیو لیدنه تایید کړې ده.
ده پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د طالبانو د مذاکره کوونکي پلاوي مشر عبدالحکیم حقاني او په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر هم شتون درلود.
دا په داسې حال کې ده چې پامپیو تر هغه وروسته د افغانستان د ملي مصالحې شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله او د سولې لپاره د افغان مرکچي پلاوي له غړو سره هم لیدلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA