ads

عبدالله: ټول بهرني هېوادونه د اوربند پلوي دي

د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د دوشنبې پر ورځ یوې خبري ناستې د بین الافغاني ناستې د پرانستغونډې او د بهرنیو هېوادونو له استازو سره د هغه د کتنې جزیات شریک کړل.

محمدخان بریال
23 وږی 1399
عبدالله: ټول بهرني هېوادونه د اوربند پلوي دي

نوموړي وویل چې په بین الافغاني خبرو کې به د نظام پر نوعیت هم بحث وشي.
عبدالله د کلید راډیو خبریال حامد کوهستاني د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د اوربند ټینګېدو په تړاو څومره هیلې شته او په دې برخه کې د نړیوال دریځ څه دی، وویل چې د ټولو نړیوالو غوښتنه په هېواد کې د اوربند ټینګېدل و.
هغه زیاته کړه، په لومړی قدم کې اړتیا ده چې تاوتریخوالی په بېساري ډول کم شي او په مخامخ خبرو کې به پر دې مسایلو بشپړ بحث وشي.
عبدالله همدارنګه څرګنده کړه چې د حکومت او طالبانو تر منځ به په مخامخ خبرو کې بهرنیان نه وي، خو به خبره یې، کېدایشي هغوی ته اړتیا پیدا شي او په دې برخه کې به مرسته وکړي.
د یادولو وړ ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ پرون د بین الافغاني خبرو پرانستغونډه ترسره شوه او ټاکل شوې چې د دوشنبې پر ورځ دواړه لوري په رسمي ډول مخامخ خبرو ته دننه شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA