ads

جمهور رییس غني او مک کینزي د افغانستان پر اوسني حالت غږېدلي

له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې جمهور رییس محمد اشرف غني او د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي پرون ناوخته په ارګ ماڼۍ کې وکتل.

محمدخان بریال
23 وږی 1399
جمهور رییس غني او مک کینزي د افغانستان پر اوسني حالت غږېدلي

خبرپاڼه وایي، دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان او سیمې پر امنیتي حالت بحث او خبرې کړې دي.
سرچینه زیاتوي، دغه امریکایي قومندان په دوحه کې د بین الافغاني خبرو د پیل مراسم د افغانستان د سولې لپاره یو مهم پرمختګ بللی او له افغان امنیتي ځواکونو څخه یې د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
نوموړي ویلي، د امریکا ټولې پرېکړې به د افغان حکومت په مشوره ترسره کېږي.
د ارګ خبرپاڼه وایي، جمهور رییس غني د یو ډیموکراټ او خپلواک افغانستان په تړاو د امریکا اوسنی دریځ ستایلی دی.
دواړه لوري پر داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې تېره ورځ تر اوږده ځنډ وروسته د قطر هېواد په پایتخت دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو پرانیستغونډه وشوه او ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ رسمي خبرې پیل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA